جلالاباد (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) د ننګرهار له چارواکو سره د یو شمېر تازه هوکړهليکونو په لاسليکولو په دغه ولايت کې د اوبو مديريت او روغتيا برخو کې د نوو پروژو پيلولو خبر ورکړ.
د دغو پروژو هوکړهليکونه نن (د سلواغې ۵مه) د ننګرهار د والي او د PMS موسسې د مشر ترمنځ لاسليک شول.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان PMS موسسې رييس موراکامي په همدې تړاو جوړ شوو مراسمو کې وويل چې د دې هوکړهليکونو له مخې به دا اداره د ۲۰۲۶ کال تر پای پورې د اوبو مدیريت برخه کې د ۷۱۰ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت په کوټ، کامې، بهسودو او کوز کونړ ولسوالیو کې د ۲۴ زره هکتاره ځمکې، دوولسو کانالونو، زابرونو او استنادي دېوالونو ساتنه او مراقبت کوي.
نوموړي زياته کړې چې د روغتيا برخه کې به په درهنور ولسوالۍ کې د خپل کلينيک له لارې د درېيو کلونو لپاره د ۵۶۱ زره او ۶۲۲ امریکایي ډالرو په لګښت په ۲۴ ساعته ډول خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي او درمل به په وړيا ډول ورکړي.
هغه زياته کړه چې د کرنې په سکټور کې به د ۷۱۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت څېړنې ترسره کړي.
دغه راز هغه وويل چې دوی هر درې کاله وروسته د یادو پروژو د مودې غځولو په موخه هوکړه ليکونه لاسلیکوي او همکاري به یې دوامداره وي.
د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند د جاپان PMS ادارې مشر او ټولو کارکوونکو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د هغوی کړنې يې د ډاليو او ستاينليکونو په ورکړې سره تقدير کړې.
د ننګرهار والي دغه راز د جاپان پياېماېس موسسې مسوولينو ته د تېر په څېر د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او مننه یې ترې وکړه چې په افغانستان کې د بیارغونې او ابادۍ په موخه نوې پروژې پلې کوي.
د جاپان د سولې او روغتيا PMS موسسه چې په ننګرهار کې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې کار کوي، د روغتيا، اوبو مدیريت او کرنې برخو کې يې ګڼې پروژې تطبيق کړې چې پخوانی مشر يې ډاکټر تیتڅو ناکامورا په ۲۰۱۹ کال کې د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې ووژل شو خو لارويانو او د دفتر همکارانو يې د دغو پروژو د دوام ډاډ ورکړ چې له هغه وروسته یې هم لسګونه پروژې پلې کړې دي.
Views: 30