فراه (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د یاد ولایت له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د فراهرود ولسوالۍ د ولسوال ملامحمد صادق جهادمل په مشرۍ د غصب د مخنیوي کمېټې د دې ولسوالۍ په نواباد، بارک اباد، سیداباد او کرخ ګوزل کلیو کې ۳۰۰ جریبه هغه دولتي ځمکه راګرځولې چې د ځايي زورواکو له لوري غصب شوې وه.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر غصب شوو ځمکو کښتونه کرل شوي وو او همدارنګه ۴۰ کورونه هم پرې جوړ شوي وو چې د یادې کمېټې له لوري تړل شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو ځمکو د غصب په تور څلور کسان هم نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
Views: 34