کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه سلیمانخېل د دغه بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو.
احمدشاه سليمانخېل د ملي لوبغاړي ترڅنګ له دې مخکې د غوراوي کمېټې د مشر، د کورني کرکټ د عمومي مسوول، د ظرفیت لوړونې مرکز او نړۍوال کرکټ څانګو د غړي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
د یادونې ده، د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې سیالۍ وبایللې او د سلېمانخېل دنده به د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې لوبلړیو ته د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو سیاليو لپاره د لوبډلو له ټاکلو پيلېږي.
Views: 38