ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: له دوو کلونو راهیسې مو ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي

د کورنیو چارو وزارت: له دوو کلونو راهیسې مو ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي

author avatar
28 Jan 2024 - 11:27
د کورنیو چارو وزارت: له دوو کلونو راهیسې مو ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي
author avatar
28 Jan 2024 - 11:27

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي دي.

دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د حمایوي قوماندانۍ د مرکز مرستیال مولوي عبدالستار سعادت د دغه وزارت پر اېکس‌پاڼه خپره شوې وېډیو کې کړې دي.

هغه وايي چې د کورنیو چارو وزارت هره اونۍ له ۹۰۰ تر زرو پورې نقلیه وسایط ترمیموي.

د هغه په خبره، حمایوي قوماندانۍ ټول ورکشاپونه فعال کړي دي.

بلخوا، د وسلو ترمیم د ورکشاپ امر نایب‌خان هم په یاده ویډیو کې ویلي چې په دغه ورکشاپ کې دوه ډوله لویې او وړې وسلې ترمیموي.

هغه وايي، داسې امکانات په واک کې لري چې هغه پرزې چې دوی یې ونه لري، کولای شي په دغه ورکشاپ کې یې جوړ کړي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.