Pajhwok Afghan News

د افغانستان کرکټ بورډ له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په دویمه نېټه ټېسټ لوبه پیلېږي.

کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ غواروي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت‌شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپی او نوید ځدراڼ شامل دي.

کرکټ بورډ ویلي چې ورپسې به ډېر ژر د یاد هېواد پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو او درېیو نړۍوالو شل اووریزو سیالیو لپاره هم نوملړونه په ډاګه شي.

دغه راز په اعلامیه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: «د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې ډېر ښه نوملړ جوړ کړی چې ټول کسان په اړوندو کمپونو کې له ځلېدو او غوره کارکردګۍ وروسته یاد نوملړ ته وراضافه شوي،‎ په همدې موخه ورته په ننګرهار او متحده عربي اماراتو کې شاوخوا شل ورځې کمپ نیول شوی و.»

اشرف زیاته کړې، دا د خوشحالۍ ځای دی چې افغان لوبغاړي د لومړي ځل لپاره د سریلانکا پر وړاندې ټېسټ لوبه ترسره کوي.

نوموړي ویلي: «سږ کال د کرکټ د نورو بڼو ترڅنګ د ټېسټ لوبو له اړخه هم بوخت کال لرو چې یوازې په روان کال کې به اووه ټېسټ لوبې ترسره شي او ترڅنګ به یې د ټېسټ لوبو لپاره هم یوه پياوړې لوبډله ولرو.»

دغه راز د بورډ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې ۸مه ټېسټ لوبه ده چې ترسره کېږي.

دې ادارې زیاته کړې چې په روان کال کې به ملي لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې یوه، د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې هم یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې به دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، افغانستان به له ټېسټ لوبې وروسته د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه یو ورځنې لوبې او ورپسې به د شل اووریزو نړۍوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره کړي.

Views: 41

Exit mobile version