کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختې واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه احتمال نن او سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان او نورستان ولایتونو کې شتون لري.
د هوا پېژندنې ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو او د واورو ورېدو کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د روان کال په ژمي کې په لومړي ځل واوره او بارانونه ورېدلي وو.
Views: 41