بامیان (پژواک، ۹ سلواغه ۴۰۲): د بامیان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته ځینې غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې، ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د بامیان ولایت د ټولګټو چارو رییس انجنیر خفیظالله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت ته یو شمېر غځېدلې لارې د واورې ورېدو او توپان له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمځ تړل شوې دي.
د هغه په وینا، د واورې ورېدو او توپان له امله د بامیان – دایکنډي، یکهولنګ – پنجاب، ورس – بهسود، اقرباط او د بامیان د مرکز سړکونه د تېر شپې له ۱۲:۰۰ بجو راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
هغه څرګنده کړه چې د یادو لارو په اوږدو کې له ۱۵ تر ۲۰ سانتي مترو واوره ورېدلې چې ټولو سیمو کې د دغه ریاست له لوري د پاککارۍ چارې روانې دي او ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
دغهراز هغه زیاته کړه چې د نورو لارو په ګډون د بامیان – کابل لویه لار هم د حاجیګک او شیبر کوتل کې د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.
Views: 14