Pajhwok Afghan News

د سرپل د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

سرپل (پژواک ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او په دې تړاو لس کسان نیول شوي دي.

د سرپل امنیې قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري یوې خبري ناسته کې وویل چې امنیتي ځواکونو په ځانګړي عملیاتو کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر وحیدالله ‌عمري د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.

نوموړي وویل: «وحیدالله چې د تېرې جمعې په شپه د سرپل د دوېیمې حوزې له مربوطاتو تښتوول شوی وو، له امنیتي ځواکونو سره په ګډه مو د انسان‌تښتوونکو له منګلو ازاد کړ او د دې قضیې په تړاو مو لس کسان ونیول.»

دغه راز د سرپل امنیې قوماندان وویل، د دغه ځوان د تښتولو موخه د پیسو ترلاسه کول و چې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د سرپل والي عبدالرحمن اکه دې ناسته کې وویل، دې پېښه کې چې هرچا لاس لرلی د شریعت قانون له مخې به سزا ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «که په دې قضیه کې هر څوک آن که زما زوی هم لاس ولري، نیول کېږي به ‎او قانون ته به یې سپارو، اوسنی نظام د خلکو د همکاریو په نتیجه کې رامنځته شوی او د خلکو خدمت موږ ته لومړیتوب لري.»

د وحیدالله پلار محمدهاشم د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي، خو په انسان‌تښتوونکو د شریعت قانون د تطبیق غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: «موږ له امنیتي ځواکونو مننه کوو، خو هیله لرو چې کوم کسان زما د زوی په اختطاف کې لاس لري، په خپلې سزا دې ورسېږي چې نورو ته عبرت شي، څو نورې کورنۍ غمجنې نه کړي.»

وحیدالله عمري چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عمومي مالي رییس زوی دی، وایي چې انسان تښتوونکو دی د تېرې جمعې په شپه د دویمې امنیتي حوزې له مربوطاتو د استخباراتو په نوم له ځان سره بیولی وو.

Views: 21

Exit mobile version