Pajhwok Afghan News

پنجشېر کې د برېښنا تولید کوچنیو بندونو ظرفیت ۷۰ سلنه ټیټ شوی

پاراخ (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اړتیا ده څو د برېښنا شرکت ‎د دوی د سیمو برېښنا تامین کړي؛ ځکه د وچکالیو له امله د هغو کوچنیو بندونو د برېښنا د تولید ظرفیت چې د خلکو له لوري جوړ شوي، ۷۰ سلنه ټیټ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پنجشېر کې د برېښنا شرکت د برق رسونې مسوول د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ولایت ۶۸ سلنه اوسېدونکي غیر معیاري تولید شوې برېښنا او پاتې یې دولتي معیاري برېښنا کاروي او هڅې روانې دي چې د دغه ولایت ټول اوسېدونکي له معیاري برېښنا برخمن شي.

د کوه‌تلخه – چې د پنجشېر د مرکز یو لرې پروت کلی دی – یوه اوسېدونکي عبدالباسط پژواک خبري اژانس ته وویل، د وچکالۍ له امله د هغو سیندونو اوبه چې د اوبو کوچني بندونه ورته جوړ شوي، کمې شوې او له امله یې د دغو بندونو د برېښنا تولید ظرفیت ټیټ شوی دی.

هغه زیاتوي: «له لومړیو څخه د بې‌برقۍ ستونزه موجوده وه، خو لکه د اوس په څېر نه وه، اوس برېښنا ان د کورونو د ګروپونو روښانولو او د موبایل چارجولو ظرفیت هم نه لري، خلک اړ کېږي چې تر دوولسو بجو په تمه شي څو خلک ویده شي او برق تېز شي او موبایلونه یې چارج شي.»

د پنجشېر د رخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي اوسېدونکی عتیق‌الله وايي: «مخکې له دې مو برېښنا ښه وه، له ټلوېزیون، اوتو او جامو وینځلو ماشین څخه مو کار اخیسته، خو اوس د سیند د اوبو کمښت له امله مو ان موبایل هم چارج نه اخلي.»

هغوی له حکومته غواړي چې سیمو ته یې د دولتي برېښنا د لېږد برخه کې هڅه وکړي.

ورته مهال، پنجشېر کې د اوبو د برېښنا بندونو مسوولین وايي چې د وچکالۍ له امله د وړو بندونو د تولید ظرفیت تر اویا سلنې تیټ شوی دی.

د پیاوشت کلي د اوبو د دوو کوچنیو بندونو مسوول عبدالجمیل وویل: «مخکې له دې به له دغو دوو بندونو له برېښنا څخه دوه سوه کورنیو ګټه پورته کوله او اړتیا یې تر یوه حده پوره کېده، اوس د وچکالۍ له امله د برېښنا د تولید ظرفیت د اوړي په پرتله اویا سلنه کم شوی دی.»

د هغه په خبره، که وچکالۍ دوام وکړي نو کېدای شي چې د هغو سیمو اوسېدونکي چې له یادو بندونو څخه ګټه پورته کوي، له برېښنا بې برخې شي، له همدې امله اړتیا ده چې د برېښنا شرکت د یادې ستونزې حل په موخه اقدام وکړي.

د رخې ولسوالۍ په «بلاق» کلي کې د اوبو د کوچني بند مسوول شېرمحمد وویل: «دا لومړی ځل دی چې دا ډول وچکالي تجربه کوو چې د اوبو د کمښت له امله زموږ د برېښنا د تولید ظرفیت ډېر ټیټ شوی دی.»

مخکې له دې پنجشېر کې د برېښنا شرکت د برق‌رسونې مسوول انجینیر شعیب نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ۶۸ سلنه اوسېدونکي په خپل لاس د جوړو شوو غیر معیاري بندونو له برېښنا او پاتې نور یې له دولتي برېښنا استفاده کوي.

هغه د سیمې د خلکو په لاس جوړ شوي د اوبو کوچني بندونه فصلي بندونه بولي او وايي، د دغو بندونو د تولید ظرفیت د مني او ژمي په موسم کې د اوبو کمښت له امله ټیټېږي.

نظري وايي، هڅې روانې دي چې د پنجشېر د ټولو سیمو اوسېدونکي له معیاري برېښنا ګټه پورته کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د برېښنا شرکت د روان کال له لومړیو تر اوسه د پنجشېر په مرکز، عنابه، رخه او شتل ولسوالیو کې د برېښنا نهه برجونو ګټې اخیستنې ته سپارلي چې له امله یې ۱۵۰۰ کورنۍ له معیاري برېښنا برخمنې شوې دي.

Views: 19

Exit mobile version