Pajhwok Afghan News

دایکنډي کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل؛ «خلک دې د اوبو له بې‌درېغه مصرف څخه ډډه وکړي»

نیلي (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): دایکنډي کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي څو د اوبو مدیریت برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د پورتني هلمند سیندیزې فرعي حوزې (دایکنډي) ریاست د اوبو د تنظیم امر خداداد بېک صامت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اقلیمي بدلونونو او ورښتونو کمښت له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ تر ۵۰ ساتني مترو ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې یې چینې او څاګانې سروې کړې چې له «اسټېشن» دستګاه په استفادې د دوی د څېړنو له مخې، د اوبو کچې ټیټېدو په اړه پورته پایلې ترې په لاس راغلې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې ډېرې څاګانې او چینې وچې شوې دي.

هغه د ځمکې لاندې اوبو له زېرمو د استفادې پر مدیریت ټینګار وکړ او د دغه ولایت له خلکو یې وغوښتل چې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د اوبو له بې‌درېغه مصرفه ډډه وکړي.

صامت دغه راز وویل چې دې ادارې د اوبو مهارولو او کنټرول لپاره د دغه ولایت په کچه ډېر بندونه او چک‌ډیمونه جوړ او سروې کړي دي.

خو هغه څرګنده کړه چې د وچکالۍ زیانونو مخنیوي لپاره باید د دغه ولایت اوسېدنکي د اوبو له بې‌درېغه استفادې ډډه وکړي.

نوموړي دغه‌راز وویل چې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو له امله د دایکنډي اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د هغه په باور، د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې د دایکنډي ډېری اوسېدونکي خپل کرنیز محصولات له لاسه ورکړي.

ورته مهال، د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وچکالۍ له ناوړه پایلو سره مخ وو، حکومت او خلک باید د وچکالۍ زیانونو کمولو لکه د اوبو مدیریت برخه کې له یو بل سره مرسته وکړي.

دایکنډي کې د اصف په نوم یوه بزګر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې د ځمکې نږدې ټول حاصلات له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې یې د کرنیزو ځمکو ډېره برخه د اوبو کموالي له امله له منځه تللې، په داسې حال کې چې د کورنۍ ټول لګښت یې د کرنې له لارې برابرېده.

نوموړی له حکومته غواړي چې دایکنډي کې د کروندګرو ملاتړ وکړي، په دغه ولایت کې دې هغه بدیل نباتات چې لږ اوبه غواړي، ترویج کړي.

د نیلي ښار د دښت سیمې یوه بل اوسېدونکي نسیم پژواک ته وویل چې سږ کال د څښاک اوبو پیدا کولو برخه کې له جدي ستونزې سره مخ وو.

هغه زیاته کړه: «خپلې څاګانې مې وچې شوې، څو ځلې مې وکنلې خو له څو میاشتو وروسته به بېرته وچېدې؛ سږ کال مې د ګاونډیو یا جومات له څاګانو اوبه راوړې او کله کله مې په بیه اخیستې.»

هغه څرګنده کړه چې پخوا به د اوبو څښلو ډېرې څاګانې له ۲۰ مترو ژورې نه کیندل کېدې خو په وروستیو کلونو کې د اوبو کموالي له امله دغه څاګانې تر ۴۰ مترو پورې هم اوبه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، خلک د ژورو څاګانو کیندلو وس نه لري؛ دولت باید د څښلو اوبو تامینولو برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.

د دایکنډي یاد اوسېدونکی هم له خلکو غواړي چې د اوبو له بې‌درېغه مصرفه ډډه وکړي.

Views: 4

Exit mobile version