Pajhwok Afghan News

«تېرو ۱۸ میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته نږدې ۳۰۰۰ ماشومان روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندل شوي»

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د افغاني سره میاشتې ټولنه وایي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې له ۲۸۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

دې ټولنې نن یکشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن د سوري زړه پە رنځ اخته ۷۸ ماشومان یې کابل ښار کې درېیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په تېر یونیم کال کې د سوري زړه پر رنځ اخته ۲۸۳۱ ماشومان یې د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي او د هغوی عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو د درملنې مصارف د یادې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

Views: 13

Exit mobile version