Pajhwok Afghan News

بادغیس کې یو شمېر خلک د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ کې له ځنډه شکایت کوي

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بادغیس ځیني اوسېدونکي ادعا لري چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په ځنډ مخ ته ځي، خو مسوولین د دې موضوع په رد کولو سره وايي چې هره ورځ د نږدې ۳۰۰ غوښتونکو اسناد طی مراحل کوي.

د بادغیس د جوند ولسوالۍ یو اوسېدونکی جان‌محمد چې قلعه‌نو ښار ته راغلی، وايي: «شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې راغلی یم څو برېښنايي پېژندپاڼه واخلم، خو تر اوسه مو کار نه دی خلاص شوی، یوازې دوه شعبې مخ ته تللی دی.»

نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې دغه لړۍ دې ګړندۍ شي.

ورته مهال، د بادغیس ولایت د مرکز د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي بسم‌الله چې ورته شکایت لري، وايي، شاوخوا لس ورځې کېږي چې د برېښنایي پېژندپاڼې اخیستلو لپاره یې مراجعه کړې، خو تر اوسه یې اسناد طی مراحل شوي نه دي.

نوموړی زیاتوي چې د خلکو د اسنادو طی مراحلو لړۍ باید چټکه شي.

خو د بادغیس د احصایې او معلوماتو رییس ضیاء‌الدین بختیار د یادو اوسېدونکو د خبرو په رد کولو سره وویل: «موږ په لومړیو کې ستونزه درلوده، خو له هغې وروسته چې دویم مرکز مو فعال کړ، هیڅ ستونزه نشته، د کومو کسانو کار چې ځنډېږي پېژندپاڼې یې ستونزې لري.»

نوموړی وايي چې اوسمهال هره ورځ د قلعه‌نو ښار د برېښنايي پېژندپاڼو په دوو مرکزونو کې د نږدې ۳۰۰ کسانو اسناد طی مراحل کوي.

هغه په ټینګار سره وویل، د هغه غوښتونکو چې د اسنادو طی مراحل یې په ځنډ مخ ته ځي، په کاغذي پېژندپاڼو کې یې ستونزه شتون لري او سمولو ته اړتیا لري.

Views: 14

Exit mobile version