Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د کوکنار اړولو کمپاين پيل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت د اړولو کمپاین شوی دی.

د مسوولينو په وينا دا کمپاين لومړی د دغه ولايت له سره‌رود ولسوالۍ پيل شو او نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د سلواغې په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي فرمان له مخې، په دغه ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پيل شو.

دی وايي، د دغه کمپاين پيل د سره‌رود ولسوالۍ څخه وشو چې د يو شمېر سيمو په کورونو او ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالحکیم ادريس وايي چې د دغه کمپاين په ترڅ کې به د جلال‌اباد ښار نهو ګونو ناحيو او ۲۲ ولسواليو کې د کوکنارو کښت واړول شي.

نوموړي وويل چې کروندګر بايد په خپلو ځمکو کې حلال کښت وکري، څو له قانوني ګټو يې برخمن شي.

هغه زياته کړه چې د ننګرهار په ډيره کمه ځمکه کوکنار کرل شوي او په راتلونکې کې به صفر شي.

بلخوا د ننګرهار ولايت کروندګر د دغه کمپاين ته پيل خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې کروندګرو سره بايد د بديلو کښتونو برخه کې مرستې وشي.

د سره‌رود ولسوالۍ د «ده بلو» سيمې يوه کروندګر قيس احمد وويل، کروندګرو له مجبوريته کوکنار کري؛ ځکه نورو کښتونو ورته ګټه نه کوي که بدل کښتونه ورته پیدا شي نور به کوکنار ونه کري.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، دوی يوازې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال د مخنيوي برخو کې کار کوي.

خو هغه زیاتوي چې د کرنې وزارت په ټولو ولايتونو کې د بدیل معيشت يا د کوکنارو د بديل پروژې اړوند کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کمياوي سرو او مېوو د باغونو جوړولو برخو کې مرستې کوي چې ننګرهار کې هم دغه مرستې شوې او روانې دي.

د يادونې ده، په ننګرهار کې تېر کال هم کوکنار ډېر کم او په پټه توګه کرل شوي وو چې بيا د امنيتي ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول.

Views: 37

Exit mobile version