Pajhwok Afghan News

غور کې د کم‌پیدا مرغانو ښکار په تور درې کسان نیول شوي

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د غور امنیتي مسوولین وایي چې درې کسان یې د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ کې د کمیابو مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «درې ښکارچیان یې ساغر ولسوالۍ کې چې د نایابو مرغانو او حیواناتو ښکار کاوه، د ساغر ولسوالۍ د قوماندانۍ ځواکونو له خوا نیول شوي دي.»

نوموړي وویل چې له نیول شوو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

هغه وویل: «که څه هم په هېواد کې د کمیابو مرغانو او حیواناتو ښکار منع دی، خو بیا هم ډېر خلک پر داسې کړنو لاس پورې کوي.»

د یادونې ده، څه موده مخکې هم ۱۸ کسان د کمیابو مرغانو او حیواناتو د ښکار په تور د دغه ولایت د امنیتي منسوبینو له خوا نیول شوي وو.

Views: 16

Exit mobile version