ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاطمه شېرزاد: د یوه پسه په پیسو مې د لاسي صنایعو برخه کې فعالیت پیل کړ، اوس ۴۰ شاګردانې لرم

6 Feb 2024 - 19:42
6 Feb 2024 - 19:42

ایبک (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعت‌ګرو ښځو ملاتړ وکړي.

دغه صنعت‌ګره ښځه وايي، څه باندې څلور کاله کېږي د لاسي صنایعو کارخونه لري چې نارینه او ښځینه جامې، یخنونه، دستکولونه او دستمالونه جوړوي او خپلې لس‌کسیزې کورنۍ ته لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

هغې د لاسي صنایعو کارخونې جوړولو او په دې برخه کې د فعالیت پیلولو په اړه وویل: «په لومړیو کې مې پانګه نه درلوده، نو یو پسه مې وپلوره، د هغه په پیسو مې فعالیت پیل کړ، اوس په دې کارګاه کې ‎تر ۴۰ ډېر شاګردان کار راسره کوي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.»

مېرمن شېرزاد وویل چې مخکې په سمنګان کې د لاسي صنایعو د پلور بازار غوړېدلی و، خو اوس یې بازار پیکه شوی دی.

 هغه د بازار کمرنګه کېدو لامل په دغه ولایت کې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت، د حکومت او موسسو نه پاملرنه او ورته مهال د خلکو له خوا د بهرنیو محصولاتو پېرل بولي.

دې صنعت‌ګرې مېرمنې وویل: «موږ د لاسي صنایعو خپل تولیدات د خپل کلي پر خلکو پلورو او په دې ورځو کې مو د صنایعو پلور ته دوه دوکانونه پیدا کړل، پر هغوی یې د لږو پیسو په بدل کې پلورو، موسسې باید زموږ د کارګاه کارکوونکو ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي څو تولیدات مو ښه شي او پراختیا پیدا کړي.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو معلوماتو پر بنسټ، په سمنګان ولایت کې څه باندې ۵۰۰ سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو، په ځانکړې توګه د لاسي صنایعو برخه کې په رسمي ډول فعالیت کوي چې خپل محصولات او لاسي صنایع د تهمینه پارک په نوم د ښځو یوازېني بازار او کله ناکله د ایبک ښار په هټیو کې پلوري.

بله مېرمن مروه افغان ده چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو د کارګاه له لارې د خپلې اته کسیزې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کوي.

هغه وايي چې د خیاطۍ کارګاه یې ۱۱ کاله مخکې جوړه کړې او د هغې ترڅنګ د لاسي صنایع کار هم کوي، په دغه موده کې یې افغاني ګڼدونه، افغاني ټیکري، د نارینه‌وو یخنونه، دستکولونه، بېلابېل پوپکونه او ګل‌دوزۍ جوړ کړې او پلوري یي.

د هغې په وینا، د خلکو له لوري د بهرنیو تولیداتو کارول او یاد ولایت کې له صنایعو څخه د موسسو او حکومت نه ملاتړ له امله یې په دغو ورځو کې کاروبار کم شوی دی.

یاده صنعتګره له موسسو او حکومته د صنعتګرو ښځو ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کوي او وايي، مسوول بنسټونه دې اجازه نه ورکوي چې سمنګان کې د متشبثو ښځو فعالیت ودرول شي.

ایبک ښار کې د بنجاره مارکېټ یو هټۍوال محمداسحق چې له ډېرو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو د پېر او پلور کار کوي، هم د خپل کاروبار له کم‌رنګېدو شکایت کوي.

نوموړی وايي چې څو کاله مخکې د سمنګان ولایت لاسي صنایع یې کابل او ځينو ګاونډیو هېوادونو ته صادرول، خو په وروستیو دوو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایع بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

د هغه په وینا، د سمنګان ولایت لاسي صنایع په بهرنیو هېوادونو کې ښه بازار لري او حکومت باید د یاد لرغوني صنعت د صادراتو زمینه برابره کړي، له دې پرته به په سمنګان کې د لاسي صنایعو پېر او پلور له منځه لاړ شي.

د سمنګان د سوداګرو ښځو رییسه ماریا عظیمي وايي چې سمنګان کې څه باندې ۵۰۰ ښځې د لاسي صنایعو، کیک او کلچې پخولو، لبنیات او د وچې میوې پروسس برخو کې کار کوي چې له یادو ښځو هرې یوې یې ۱۰ تر ۲۰ نورو بې‌وزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

بلخوا، د سمنګان ځايي مسوولین له سوداګرو لاسي صنایعو ګنډونکو ښځو څخه په ملاتړ ټینګار کوي.

د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمدخان خادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت په هر ډول شرایطو کې له ښځینه او نارینه‌وو متشبثو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کېږي متشبثې او لاسي صنایعو ګنډونکې ښځې هغو موسسو ته چې له یاد ریاست سره همکارې دي، وروپېژندل شي څو د هغوی پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version