Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې سږ کال شل نوې تولیدي فابریکې جوړې شوې دي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعت کچې د تېر په پرتله وده کړې او په روان کال کې شلو نوو توليدي فابريکو فعاليت پيل کړی دی.

مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې کچې زياتېدو لاملونه د برېښنا، صنعتي فابريکو او امنيت برخو کې د اسانتياوو رامنځته کېدل دي چې په تېر کې سوداګرو د دغو ستونزو له امله پانګونه نه کوله.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس سيد عبدالبصير پاچا وايي، په دغه ولايت کې د تېر په پرتله د اسانتياوو په زياتېدو سره سوداګرۍ او صنعت وده کړې ده.

هغه زیاته کړه، د روان کال په اوږدو کې ۲۷۷ سوداګریزو شرکتونو ته نوي جوازونه ورکړل شوي چې لوی لامل يې د جواز ترلاسه کولو چارو کې د روڼتيا او اسانتيا رامنځته کېدل او د امنيت ټينګښت دی.

هغه زياته کړه، په ننګرهار کې اوس ۳۷۰ فابریکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې له ډلې يې ۲۰ نوې فابريکې همدا روان کال جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په دې فابريکو کې ۱۰ زره کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمینه برابره شوې او ګڼ نور کسان په غيرمستقيم ډول ورسره په کارونو بوخت دي.

د سوداګرۍ او صنعت رييس زياتوي چې د دغو فابريکو د فعاليت له امله د کورنيو توليداتو کچه هم لوړه شوې او ډېرو برخو کې د بهرنيو توکو وارداتو مخنيوي سبب ګرځېدلي دي.

دی وايي: «سوداګرو او پانګوالو ته د برېښنا، صنعتي ښارګوټي، هلته د سړکونو او امنيت برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې چې پخوا په دې برخه کې ستونزې ډېرې وې، نو ځکه سوداګرو هم په شیخ مصري ښارګوټي کې د پانګونې لېوالتيا ډېره کړې ده.»

د سوداګرۍ رييس زياتوي، په ختيځ زون کې د صادراتي زون سل جریبه مناسبه ځمکه تثبیت شوې، اسناد یې لوړو مقاماتو ته انتقال شوي چې د دغه زون په رامنځته کېدو به په ننګرهار کې سوداګري لا وغوړېږي او ګڼو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

ورته مهال، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او سوداګر هم په د غه ولایت کې د سوداګرۍ ودې ته خوښ دي.

د ننګرهار يو سوداګر زلمی اعظيمي وايي، د شيخ مصري صنعتي پارک ترڅنګ بايد د غازي امان‌الله خان صنعتي پارک ته هم پاملرنه زياته شي څو هلته هم د فابريکو جوړېدو لپاره ښه زمينه برابره شي.

دغه راز د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی نيازمحمد وايي، ننګرهار کې د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي اوسېږي چې دغه شان فابریکو په جوړېدو سره ورته د کار زمینه برابریږي.

مسوولين وايي، هڅه کوي چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل او اسانتياوې ورته ډېرې کړي څو د پانګونې کچه ورسره لوړه شي.

Views: 41

Exit mobile version