Pajhwok Afghan News

بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته دوو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته د دوو چاودنو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان امریکا غږ څانګې وي‌اواې ډېوه د راپور له مخې، دغه چاودنې د بلوچستان په قلعه سېف‌الله او پشین سیمو کې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې په دغو چاودنو کې ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپيان دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا لیکلي، لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته په پشین کې د خپلواک نوماند اسفندیار کاکړ د ټاکنیز دفتر مخې ته شوې ده چې لږ تر لږه ۱۴ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي، دوېمه چاودنه لږ وروسته په قلعه سیف‌الله سیمه کې د جمعیت علمای اسلام «JUI-F» د ټاکنیز دفتر مخ ته شوې او ۱۲ کسان په کې وژل شوي دي.

د یادونې ده چې پاکستان کې ټاکنیز کمپاین تېره ورځ پای ته ورسېد او سبا به په دغه هېواد کې د رایې ورکولو بهیر پیل شي. په دې ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

د پاکستان د لومړیو عمومي انتخاباتو په درشل کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ سیاسي وضعیت هم ترینګلی دی او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر په بېلابېلو قضیو کې په اووه، لس او ۱۴ کلونو بند محکوم شوی او پلویان یې اعتراضونه کوي.

Views: 108

Exit mobile version