Pajhwok Afghan News

حقاني: مرستندویه هېوادونه دې راستنو شوو کډوالو ته د سرپناه برابرولو برخه کې مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، هغه دوه‌نیم میلیونه افغانان چې په تېرو دوو کالونو کې هېواد ته راستانه شوي سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني، افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وویل، په دې وروستيو کې په جبري توګه له ایران او پاکستانه راایستل شوو افغان کورنیو په ګډون، ټول هغه دوه‌نیم میلیونه افغانان چې په تېرو دوو کالونو کې افغانستان ته راستانه شوي، سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

حقاني ویلي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یاد شمېر افغانانو لپاره منظم پلانونه په پام کې لري، خو په خبره یې چې نړۍواله ټولنه باید دغه وزارت سره په همغږۍ او مناسبه بڼه له دوی سره مرسته وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل: «خپل هېواد ته د کډوالو راستنېدل که څه هم ښه خبره ده، خو یوه ننګونه ده او موږ د اسلامي امارت کړنې ستایو چې تر اوسه یې دغه ستونزه په ښه توګه مدیریت کړې ده.»

نوموړي ژمنه کړې چې دوحه کې به له خپلو شریکانو سره یو ځای په نړۍواله کچه د افغانانو ستونزو ته انعکاس ورکوي.

د راپورونو له مخې، افغان چارواکو ويلي، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې را وروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور راایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

Views: 10

Exit mobile version