کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي.
په بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته تېره ورځ د دوو چاودنو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د نړۍوالو رسنیو راپورونو له مخې، دغه چاودنې د بلوچستان په قلعه سیفالله او پشین سیمو کې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندي او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او زخمیانو ته د عاجلې شفاء دعا کوي.»
د یادونې ده چې پاکستان کې د پارلماني ټاکنو کمپاین وړمه ورځ پای ته ورسېد او نن په دغه هېواد کې د رایې ورکولو بهیر پیل شو.
په دغو ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر بلل شوي دي.
Views: 11