چاریکار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پروان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنايي جرمونو په تور د درېيو مېرمنو په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د پروان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر کسان د دغه ولایت په مرکز چاریکار او بېلابېلو ولسواليو کې نيول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو ۱۶ کسانو له ډلې پنځه یې د قتل، څلور د قاچاق، یو د غلا او شپږ نور د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
سرچینه وايي، د نیول شوو کسانو دوسيې به تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 44