Pajhwok Afghan News

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت کابل ښار کې د بورې او اوړو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړو په بیه کې یوڅه زیاتوالی راغلی دی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۴۰۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۴۳۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې هېواد ته د مالیزیايي غوړو د وارداتو کموالي له امله د کابل ښار په بازارونو کې د هغه په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.

د صافي په خبره، نن هم لکه تېره شبنې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ ده، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۴۱۵۰ افغانۍ ده او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زرو په ۳۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.‎

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۰ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار کلوله‌پشته کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم لکه تېره شنبې یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ ‎افغانۍ پلوري.‎

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین وویل چې نن (د سلواغې۲۱مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د سلواغې په ۱۴مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۴ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 10

Exit mobile version