Pajhwok Afghan News

اروزګان کې پر کانونو د څار کمېټه جوړه شوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو له لوري پر کانونو د څار او د قاچاق مخنیوي په موخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه.

د اروزګان والي مولوي محمد علي‌جان احمد وايي، دغه ولایت کې پر کانونو د څار او د قاچاق مخنیوي په موخه د کانونو او پټرولیم ریاست په مشرۍ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې د اقتصاد، اوبو رسولو، صنعت او سوداګرۍ او مستوفیت ریاستونو استازي هم په‌ کې برخه لري.

هغه په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، یاده کميټه به دغه ولایت کې پر کانونو دوامداره څار کوي او همدارنګه به د قیمتي او نیمه‌قیمتي توکو د قاچاق او غلا د مخنیوی په برخه کې فعالیت کوي.

د اروزګان د کانونو او پټرولیم ریاست د رییس مولوي عبدالمنان اکرام د معلوماتو پر اساس د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مرمرو، فلورایټ او یو شمېر نورو قیمتي ډبرو لس کانونه شته چې ډېر ژر به یې د کیندنو چارې پیل شي.

Views: 32

Exit mobile version