لښکرګاه (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار پژواک خبري اژنس ته وویل، «زما ښار» په نوم دغه سیالۍ چې تېره شپه د (سلواغې ۲۲مه) د لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې پیل شوې، لس لوبډلې په کې برخه لري.
نوموړي زیاته کړه، له یادو سیالیو څخه یې موخه وزرش ته د ځوانانو هڅول او له دې لارې خلکو ته د ښار د پاک ساتلو په اړه د پیغامونو رسول دي.
ورته مهال، دغه ولایت کې د بدني روزنې او ورزش امریت د فوټسال کمېټې مسوول صدیقالله صدیقي وویل، د ښاروالۍ او یو خصوصي شرکت په مالي ملاتړ یادو پیل شوو سیایلو کې د هریرود، تسل، سیداباد، ښاروالۍ، سربلند یاران، واحدي، المهدي، برومند، اقصٰی او نورک په نومونو لوبډلې برخه لري چې ۱۵ ورځو به دوام وکړي.
د یادونې ده چې تېره شپه د دې سیالیو د پیل په لومړۍ لوبه کې هریرود لوبډلې تسل لوبډلې ته ۰/۱۱ ماتې ورکړه.
Views: 14