Pajhwok Afghan News

نیمروز کې یو کس وژل شوی

زرنج (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه کس جسد چې د دغه ولایت د زرنج – دلارام پر لویه ‌لار د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی، موندل شوی دی.

د نیمروز امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار ګل‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله‌والو دغه په ولایت کې یو کس وژلی او د هغه مړی یې په شګو کې اچولی و.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه پرون د نیمروز د زرنج – دلارام لویې لارې په «داکو» سیمه کې شوې ده او د نوموړي کس جسد د هماغې ورځ په ماښام پیدا شوی دی.

هغه وویل، وژل شوی کس عبدالرحمن نومېږي او ۴۶ کلن و، تر اوسه یې د وژل کېدو لامل څرګند نه دی خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

Views: 17

Exit mobile version