Pajhwok Afghan News

له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵مه کلیزه؛ مجاهد: متجاوز هېوادونه دې له تېر څخه عبرت واخلي

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): اسلامي امارت له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې افغانان سوله غوښتونکي دي او لاهم د استقلال غوښتنې قوي حس په کې موجود دی او متجاوز هېوادونو دې له خپلو ناکامیو درس واخلي.

 نن د سلواغې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د وتلو او د هغوی د ماتې له ورځې سره برابر ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله (ج) د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.

د يادونې ده چې پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې په ٢٦مه يې خپله ماتې ومنله او له افغانستانه بېرته ووت.

خبرپاڼه کې راغلي، ريښتیا هم د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی په همت، مجاهدې او شهکارونو پورې اړه لري چې الحمدلله په تېرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله (ج) په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړې ده.

خبرپاڼه لیکلي: «دا چې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې  موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.»

د خبرپاڼې په حواله: «د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.»

دغه‌راز خبرپانه کې راغلي، افغانان سوله غوښتونکي خلک دي خو هر ځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوي او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.

د خبرپاڼې کې راغلي، د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي.

Views: 35

Exit mobile version