سرپل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲) د سرپل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند نقیبالله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د سعدالله په نوم یوه ۲۲ کلن ځوان ځان زیندۍ کړی او مړ شوی دی.
هغه وویل، تر اوسه د دې ځانوژنې انګېزه نه ده معلومه خو زیاتوي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې ده، که څه هم په هېواد کې کله ناکله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي خو د اسلام مبارک دین ځانوژنه حرامه بللې او ترسره کوونکو ته یې د سختې سزا ویلي دي.
Views: 13