کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): ټاکل شوې چې نن د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اووریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د درېیو شل اووریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن ترسره کوي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.
دې ادارې ویلي چې افغان لوبغاړو تېر ماښام د سریلانکا په ډمبولا ښار کې د دغه هېواد پر وړاندې د شل اووریزو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه خپل تمرینونه هم ترسره کړل.
دغه راز افغان لوبډله به خپله دویمه شل اووریزه لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۲۱مه ترسره کړي.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې له سریلانکا سره یوه ټېسټ او درې پنځوس اووریزه نړۍوالې لوبې ترسره کړې چې ټولې د سریلانکا کرکټ لوبډلې وګټلې.
Views: 112