کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وايي، سویس له افغانستان سره ۱،۹ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته یې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره کړې ده.
اوچا زیاته کړې: «د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ کلونو لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ستاسو د ۱،۹ میلیون دالرو مرستې له امله مننه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې سلواغې میاشتې په ۲۳مه پرتګال هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۲۰۰ زره یورو له مرستې خبر ورکړی و.
Views: 26