ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: کابل کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده

مولوي عبدالکبیر: کابل کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده

author avatar
19 Feb 2024 - 16:24
مولوي عبدالکبیر: کابل کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده
author avatar
19 Feb 2024 - 16:24

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، کابل کې د څښاک اوبو کمښت یوه جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده او اسلامي امارت یې د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.

د ارګ اېکس‌پاڼې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د اهل هنود او اهل تشیع استازو، د ګذر وکیلانو، د دیني عالمانو، مشرانو او د پکتیا یو شمېر سوداګرو سره د ریاست‌الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې د کابل د ناحیو استازو دغه ښار کې د څښاک اوبو کمښت یوه جدي ستونزه وبلله او د کابل ښار پر پراختیا، د څښاک اوبو پر برابرولو او د اوسېدونکو او اسلامي امارت تر منځ یې د فعالیتونو او مرستو پر ډېروالي ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې: «کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت یوه جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، اسلامي امارت یې د حل لپاره هڅې پیل کړې او کابل ته به د پاکو اوبو رسولو برخه کې کار وشي.»

د هغه په خبره، کابل ښار بنسټیزې پراختیا او سمون ته اړتیا لري او دغه راز ټولې غضب شوې ځمکې به یې اصلي مالکانو ته بېرته ورګرځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، له دوه کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دي او مسوولین باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.