Pajhwok Afghan News

ناروې کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه له بېلابېلو موسسو سره مشترکه غونډه جوړوي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مشر وایي، ناروې به روان کال اپریل میاشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي او له دې سره به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د کورنیو او نړۍوالو موسسو سره په ګډه یوه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین‌العابدین عابد د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریه ‌مګنوسن‌ واتردال سره ولېدل.

هغه ویلي چې د ناروې کمېټه په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب، طبیعي زېرمو او کرنې برخو کي کار کوي او دغه کمېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ګډ کارکولو ته ژمنه ده څو وکولای شي په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د ناروې کمېټه د افغانستان په څو ولایتونو کي د نیالګیو ایښودولو فارمونه جوړ کړي او هڅه کوي چې نورهم د چاپېریال ساتنې برخه کي پروژې پلي کړي.

خبرپاڼه کې راغلي: «هغه د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (۲۸cop) ته په اشارې وویل، افغانستان ته باید بلنه ورکول شوې وای او موږ به د دې ادارې او د افغانستان له حکومت سره په ګډه د دغه هېواد د خلکو غږ پورته کړو، څو په راتلونکي نړۍوال کنفرانس کې چې په اذربایجان کې دایرېږي افغانستان ته بلنه ورکړل شي.»

د ناروې کمېټې مشر ویلي چې ناروې به را روانه اپریل میاشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي او له دې سره جوخت به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د چاپېریال ساتني ملي ادارې، نړۍوالو موسساتو او نورو اداراتو سره به ګډه د اقلیمي بدلون یوه مشترکه غونډه جوړه کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ویلي، دا مهال په افغانستان کي بشپړ امنیت تامین دی، موسسات او نړۍوال بنسټونه کولای شي د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ پروژې پلي کړي.

هغه د ناروې کمېټې عمومي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون برخه کي سخت زیانمن شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د چاپېریال ساتني ملي اداره د افغانستان په هر ولایت کي ۲۰ جریبه ځمکه لري، د ناروې کمېټه کولای شي چې هلته د نیالګیو د قوریو په جوړولو او همدارنګه په تحقیقاتي او علمي برخو کي کار وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لیکلي چې عابد د نمونموي ځنګلونو د جوړولو طرحه هم د ناروې کمېټې عمومي رییس ته وړاندې کړه او په وینا یې دغه اداره کولای شي چې نمونوي ځنګلونه جوړ او په ټول هېواد کې یې عملي کړي.

Views: 19

Exit mobile version