Pajhwok Afghan News

له کونړه نورستان ته غځېدلې لار بېرته پرانیستل شوه

جلال‌اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د نورستان ټولګټو ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته له کونړه غځېدلې لار چې د واورې له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

دا لویه لار پرون د واورې ورېدو او ښویېدو له امله تړل شوې وه.

د نورستان ټولګټو رييس مولوي احمدنبي عادل وايي، دغه یوازېنۍ لویه لار ده چې نورستان له کونړ سره نښلوي خو د ډېر ورښت له امله پرون تړل شوې وه او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

نوموړي وويل، له ډېرو هلو ځلو وروسته نن دوی وتوانېدل چې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

بل لور ته خلک هم د دې لويې لارې پرانیستل کېدو ته خوښ دي.

د اسعداباد – پارون لويې لارې يوه موټرچلوونکي عبدالغني پژواک ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چې لار بنده وه، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دی وايي، ډېر خلک له نورستانه کونړ او له کونړه نورستان ته د کاروبار لپاره تګ راتګ کوي او دغه راز نورستان ته زيات خوراکي توکي هم له اسعداباد ښاره ځي چې د لار تړل کېدو دا هر څه ستونزمن کړي وو.

پرون د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې هم د ډېرې واورې ورېدو له امله په تتين دره غر ښویېدلی چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 28

Exit mobile version