کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي چې هرات کې یې د ۴۹۳ میلیون او ۷۰ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د افغانستان بانک دغه څرګندونې نن په یوه خبرپاڼه کې کړې، ویلي یې دي چې په سوځول شوو بانکنوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون بانکنوټونه شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمداغا د دغه بانک د زونونو او نمایندهګیو صرافانو او خزانهدارانو ته ویلي چې د زړو بانکنوټونو د چِک، کنټرول او کره تشخیص برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه له خلکو غوښتي چې د افغانۍ بانکنوټونو سمې ساتنې او کارونې ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې د نوو بانکنوټونو پر چاپ ډېر لګښت راځي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان بانک له دې مخکې د روان لمریز کال په اوږدو کې هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې څه باندې څلور میلیارده او ۴۶۲ میلیونه افغانیو زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
Views: 91