Pajhwok Afghan News

تېره میاشت د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۳۸۴ زره ټنه توکي وارد، صادر او ترانزیټ شوي

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د رېل‌پټلۍ له لارې څه باندې ۳۸۱ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې درې زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره او ۵۳ ټنه، د اقینې اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۳۱ زره او ۸۲۱ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۷ زره او ۵۹۵ ټنه توکي- چې ټولیز وزن یې ۳۸۱ زره او ۴۶۹ ټنه کېږي- هېواد ته وارد شوي دي.

سرچينه زياتوي، په تېره میاشت کې درې زره او ۲۱۶ ټنه توکي له یادو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادراو ترانزیټ شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او وریجې جوړوي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، ګاز، غوړي او نور شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.

د هغه په وينا، د صادرو شوو توکو ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان ته صادر شوي دي.

د دراني د معلوماتو له مخې، په ترانزیټي توکو کې ډېره برخه یې وریجې دي او د سوېلي اسیا له هېوادونو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترانزیټ شوې دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادې ادارې معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال په تېره مرغومي میاشت کې د اوسپنې پټلیو له لارې په ټوله کې ۳۸۶ زره او ۶۴۹ مټریک ټنه توکي وارد او ۳۰۰۲ ټنه توکي صادر او ترانزیټ شوي وو.

Views: 12

Exit mobile version