Pajhwok Afghan News

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۷۶۳۵ کسان کېږي، د تېرې سلواغې میاشتې له ۲۶مې څخه د کب میاشتې تر دویمې نېټې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۳۲۷ کسان چې شاوخوا ۲۴۱ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۶۳۰۸ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر او نیمروز له لارو په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې له ۱۹مې تر ۲۵مې نېټې پورې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۴۰۸۱‍ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 24

Exit mobile version