ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یاران افغان لوبډلې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله

یاران افغان لوبډلې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
25 Feb 2024 - 17:28
یاران افغان لوبډلې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
25 Feb 2024 - 17:28

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د کابل ښار په کچه د فوټسال الف لیګ سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې نن د یاران افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د تېرې سلواغې میاشتې په نهمه نېټه په کابل کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي د دې سیالیو د پای مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د تېرې سلواغې میاشتې په نهمه نېټه کابل کې پیل شوې وې، نن د یاران افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

هغه وویل، د یادو سیالیو پایلوبې ته د یاران افغان او شقایق لوبډلو لاره پیدا کړې وه چې یاران افغان لوبډلې شقایق لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماته ورکړه او یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هاشمي وویل، هېواد کې فوټسال لوبې ته وده ورکول د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه ده.

ورته مهال د یادو سیالیو یوه ګډونوال علي‌رضا وویل، دغه ډول لیګونه د فوټسال لوبغاړو لپاره ډېر مهم دي او له فوټبال فدراسیون څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه ډول سیالۍ دې ډېرې کړي.

د یادونې ده، په دې سیالیو کې د شقایق لوبډلې لوبغاړی قدرت‌الله د ګول وهلو په برخه کې او د یاران افغان لوبډلې لوبغاړی علي‌اکبر بیا د ښې لوبې ترسره کولو برخه کې غوره لوبغاړي ونومول شول.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.