کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د يوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخيزو مسايلو په اړه د خبرو اترو په موخه ترکمنستان ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان بهرنيو چارو د وزير رشيد مُردوف په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.
تکل زیاتوي چې په دغه سفر کې به متقي د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د یو شمېر دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
د تکل معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت استازي شامل دي.
تکل په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
Views: 61