ترینکوټ – نیلي (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د اروزګان او دایکنډي ځایي مسوولین وایي، د واورې ورښت له امله یې له ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو سره نښلېدونکې لارې تړل شوې دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د باران او واورې ورېدو له امله د اروزګان ـ کندهار لویه لار د شاهولیکوټ ولسوالۍ په ویان سیمه کې تړل شوې ده.
هغه وویل، یاده سیمه کې دواړو خواوو ته ګڼ شمېر بار وړونکي او مسافر وړونکې موټر بند پاتې دي.
نوموړی وايي، د لارې د خلاصېدو په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
د یادونې ده چې د واورې د اورښت او توپان له امله د سالنګ لویې لارې په ګډون د له پلازمېنې سره د یو شمېر مرکزي ولایتونو لارې هم تړل شوي دي.
ورته مهال د دایکندي ولایت د ټولګټو چارو ریاست مالي او اداري مدیر لعلمحمد یوسفي له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت ټولې عمومي لارې د ترافیکو په مخ تړل شوې دي.
هغه وايي، لا هم دغه ولایت کې د واورې اورښت دوام لري.
Views: 30