Pajhwok Afghan News

له دې وروسته به اوړه، غنم او انفرادي توکي د بلخ ګمرک پر ځای حیرتان بندر کې محصول کېږي

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وايي چې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي پړاوونو چټکتیا په موخه له دې وروسته اوړه، غنم او د مسافرو انفرادي توکي د حیرتان په سرحدي ګمرک کې محصول کېږي.

د مالیې وزارت معلوماتو له مخې، له دې مخکې د حیرتان سرحدي ګمرک کې یادو توکو ته یوازې د کورني ترانزیټ فورم ورکول کېده، سوداګر او مسافر اړ وو چې د توکو محصول لپاره د بلخ ګمرک ته ولاړ شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لورې د سوداګرو په غوښتنه شوې ده.

سرچینې لیکلي چې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګمرکي پړاوونو چټکتیا په موخه له دې وروسته د حیرتان په سرحدي ګمرک کې اوړه، غنم او د مسافرینو انفرادي توکي هم محصول کېږي.

سرچینې ‎زیاته کړې، د همدې موخې د عملي کولو لپاره د حیرتان په سرحدي ګمرک کې د یادو توکو د محصول کولو لپاره اسیکوډا سیسټم فعال شوی دی.

Views: 44

Exit mobile version