پلعلم (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت خلکو سږ کال د پوهنې بهیر پرمختګ او ستونزو هواري په موخه لس میلیون افغانۍ مرسته ورسره کړې ده.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرستې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د یو شمېر سوداګرو، شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو له خوا د پوهنې بهیر د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه شوې دي.
عرب زیاته کړه: «د پوهنې مینهوالو خپلې مرستې ښوونځیو ته د ودانیو، احاطې دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو جوړولو او ترمیم، د اوبو څاګانو کیندلو، د سولري برېښنا سیستم جوړولو، زدهکوونکو ته د وړیا ښوونیزو کورسونو دایرولو، د ځمکې وقفولو، د مېزونو او څوکیو ترمیمولو او یو شمېر نورو برخو کې کړې دي.»
نوموړي د یادو مرستو له امله له خلکو مننه کړه او د دغه ولایت پر نورو سوداګرو او بډایه خلکو یې غږ وکړ چې تر خپل وسه د پوهنې له ریاست سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي خیرالله پژواک ته وویل، د پوهنې له بهیر سره د مرستو ترسره کول مثبتې پايلې لري.
هغه وویل: «د پوهنې له ریاست مرسته له درس او قلم سره د خلکو مینه ښیي، دا یو ډېر ښه کار هم دی.»
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه، په هره برخه کې چې کولای شي د پوهنې له بهیر سره همکار وکړي.
د یادونې ده، دوه میاشتې مخکې د پلعلم یوه اوسېدونکي حاجي محمداکبر اتل یوه ښوونځي ته د یو میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه کړه چې اوس څلور سوه زدهکوونکي زدهکړې پهکې کوي.
Views: 22