کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲ ): د رئیسالوزراء په لارښوونه د سختو ورښتونو او درنو واورو له امله د څارویو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې د ګڼ شمیر هیوادوالو د څارویو د تلف کېدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه ترلاسه شول، د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند لخوا په دې اړه عاجله او ځانګړې غونډه وشوه.
سرچینې ویلي، په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت، اقتصاد وزارت او د سرحدونو چارو وزرات وزیرانو او استازو ګډون درلود.
مجاهد زیاته کړې، د حالاتو تر څیړني وروسته عاجله کمیټه وټاکل شوه، ترڅو یادې موضوع ته هر اړخیزه رسیدګي وکړي.
هغه ویلي، په یاده غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د یادو ولایتونو د واليانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمیټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانانیو، ټولګټو چارو، عامي روغتیا او نورو خدماتي ادارو استازي به پکې موجود وي او هرڅه ژر به په یادو ولایتونو کې د توان مطابق خپل ټول امکانات په کار اچوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د خلکو مالونو ته به خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به د خلکو نورو غوښتونو ته عاجله رسیدګي کوي.
هغه وایي، د اوس لپاره د چارو د ښه تنظیم په موخه د ریاست الوزراء مقام لخوا پنځوس میلیونه افغانۍ په عاجل ډول منظورې شوې، او د اړتیا په صورت کې به نوره مرسته هم واستول شي.
د دغه کار د ښه مدیریت لپاره به په مرکز کابل کې ټاکل شوې کمیټه کار کوي او د خپلو ټولو اجرأتو راپور به د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.
Views: 21