ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

حقاني: هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

author avatar
3 Mar 2024 - 18:22
حقاني: هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي
author avatar
3 Mar 2024 - 18:22

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې های‌کیونګ‌جون سره وکتل.

سرچېنې لیکلي چې په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو کډوالو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې وشوې.

جون په دغه لېدنه کې ویلي چې افغانستان ته یې  د راتګ موخه د کډوال وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي.

د کډوالو وزارت لیکلي چې هغې د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني هم په دغه لېدنه کې ویلي چې دغه وزارت یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمات ترسره کوي.

هغه ویلي چې د نظام اصول ورته تربل هرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي.

حقاني، په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار کړی دی.

په دغه لېدنه کې د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په په تفاهم او همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي دا چې ددواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمات هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.