Pajhwok Afghan News

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: تر اوسه مو د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو د قاچاق مخه نیولې

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د نړۍوالې ورځې په تړاو ویلي چې د ښکار مخنیوي په اړه یې د اسلامي امارت د مشرتابه حکم پلی کړی او د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د ډسامبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له خوا د وحشي ژوو نړۍواله ورځ تصویب شوه او دا پرېکړه وشوه چې د مارچ درېیمه به هر کال په نړۍ‌واله کچه د وحشي ژوو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په ۱۹۷۳ کال کې د «سایټیز» کنوانسیون تصویب شو او دا تړون د وحشي ژوو د بېلابېلو ډولونو د ساتنې لپاره له مهمو نړۍوالو سندونو څخه دی چې د دغه تړون د احکامو له مخې د وحشي ژوو هر ډول تجارت باید د هغوی د نسلونو د ګواښ او په طبیعت کې یې د له منځه تلو لامل نه شي او افغانستان د دغه تړون غړی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ‎د ۱۴۹ ډوله وحشي ژوو مطالعه، ارزونه او په سور لیست کې یې شاملول، د ښکار د مخنیوي په تړاو د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام حکم پلي کول، د قاچاقبرانو له منګولو د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو ازادول، د وحشي ژوو او بوټو نړۍوالې سوداکرۍ تګلارې چمتو کول او خلکو ته عامه پوهاوی ورکول د خپلو فعالیتونو په توګه یاد کړي دي.

سرچینې لیکلي، وحشي ژوي د انساني ټولنو په وده او پرمختګ کې خورا مثبت او مهم رول لري او له کومو ګواښونو او فشارونو سره چې ژوي مخ دي، داسې حد ته رسطدلي چې که په ملي او نړۍواله کچه ورته پاملرنه ونه شي، د ورکېدو له ګواښ سره به مخ شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د وحشي ژوو ساتنه او پایښت نه یوازې چې د طبیعت ښکلا لامل ګرځي، بلکې راتلونکي نسلونه یې هم له ښکلا څخه برخمن کېدای شي.

Views: 37

Exit mobile version