ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرام نشه‌يي توکو قاچاق په تور اووه کسان نيول شوي

ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرام نشه‌يي توکو قاچاق په تور اووه کسان نيول شوي

author avatar
3 Mar 2024 - 15:16
ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرام نشه‌يي توکو قاچاق په تور اووه کسان نيول شوي
author avatar
3 Mar 2024 - 15:16

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۳ کيلوګرامه نشه‌يي توکو قاچاق په تړاو اووه کسان نيولي دي.

چارواکي وايي، نيول شوو کسانو غوښتل یاده اندازه نشه‌یي توکي پاکستان ته واړوي.

په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د کب په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول‌اردو اړوند د لومړۍ سرحدي لوا ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ زړې خولې اړوند ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د نشه‌يي توکو قاچاق په تړاو  ۷ کسان نيولي دي.

دی وايي، قاچاق‌کوونکي له ۷۳ کیلوګرامه خامو چرسو سره یوځای نیول شوي او اړوندې مرجع ته سپارل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کسان هغه مهال نیول شوي چې غوښتل يې دغه نشه‌يي توکي له فرضي کرښې پورې غاړه ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم په دې سيمه کې د نشه‌یي توکو قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نيول شوي وو.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.