Pajhwok Afghan News

سرپل کې د واورې ورېدو له امله د لارو تړل کېدل؛ دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي

سرپل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.

سرپل کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ‎رييس سيد صفت‌الله صفوان پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره اونۍ د واورې ورېدو له امله د دغه ولايت په البدر ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې په نتیجه کې یې ‎دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې سرپل کې د ورښتونو ‎له امله پنځه استوګنیز کورونه په قسمي او څلور نور په بشپړل ډول ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، د سانچارک ولسوالۍ د لسو کليو لارې لا هم د دې ولسوالۍ له مرکز سره تړلې دي او خلک خوراکي توکي نه لري چې سبا به سل بورۍ غنم ورته ولېږدول شي.‎

هغه زياته کړې‎ چې د سرپل ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري به ۶۰ څاروي لرونکو ته ٦٠ بورۍ غنم، ١٣٠ تختې کمپلې او یو شمېر نورو زیانمنو کورنیو ته به وریجې او غوړي هم ووېشل شي.

Views: 8

Exit mobile version