Pajhwok Afghan News

ملګري ملتونه کابل کې افغان بزګرانو ته د مالي ملاتړ جلبولو په موخه غونډه جوړوي

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشه‌‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له پخواني اجرائیوي ریيس پينو الارچي سره لیدلي.

سرچینې زیاته کړې، د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او دې برخه کې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې د راتلونکو ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائيوي رييس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه وستایله.

دی وايي، نړۍواله ټولنه مکلفیت لري چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، دوی غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې ملا برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه‌نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وکړه چې اوسمهال د تولید او قاچاق کچه تقریبا صفر ته رسېدلې.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت پر نشه‌يي توکو روږدي زرګونه کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه وکړه او د کاري زمینې برابرولو لپاره یې ورته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل کړي دي.

د ملا برادر په خبره، په افغانستان کې د یوه خپلواک نظام او سرتاسري امنیت په راتلو سره د نشه‌‌يي توکو د بدیلو کښتونو ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړۍوال سازمانونه کولای شي په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

Views: 27

Exit mobile version