ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان – بغلان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

د سمنګان – بغلان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

author avatar
7 Mar 2024 - 22:38
د سمنګان – بغلان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي
author avatar
7 Mar 2024 - 22:38

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وايي چې د سمنګان – بغلان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګانو د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد وایي چې دغه پېښه نن ماسپښین د سمنګان – بغلان پر لویه لار رباتک سیمې ته نږدې د یوه کرولا او هایلکس موټرو د ټکر له امله شوې چې په کې یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.

سعد د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بولي.

د سمنګان د ډاکټر کرام‌الدین کریم وکیل‌زاده روغتون امر سید عثمان حمیدي وویل چې د ټپیانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی چې له منځه یې یو کس د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، تېره ورځ په غزني کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او ۳۰ ټپیان شوي وو.

د پژواک د راپورونو له مخې، د روان کال په اوږدو کې له څلورو زرو ډېرو کسانو ته په ترافیکي پېښو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.