ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو او فراه کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې

میدان‌وردګو او فراه کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
7 Mar 2024 - 22:50
میدان‌وردګو او فراه کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
7 Mar 2024 - 22:50

[restrict paid=”true”]

میدان‌ښار، فراه (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): ځایي مسوولین  وایي چې په میدان‌وردګو او فراه ولایتونو کې له سګلونو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

د میدان‌وردګو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د شاوخوا پنځه عشاریه څلور میلیون افغانیو په ارزښت له ۶۰۰ بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې.

د کار او ټولنیزو چارو ریس عبدالغفور حیدري د یادو  مرستو وېشلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې مرستې د “هیومن اپیل” په نوم یوې استرالیایي موسسې په مالي لګښت او د “بشري مرستو ټولنې” په همکارۍ ووېشل شوې.

هغه زیاتوي: «یادو مرستو ۲۵ کیلو اوړه،  لس کیلو وریجې، پنځه لېتره غوړي، د سون لس منه لرګي، دوه کمپلې او څلور ژمني جاکټونه شامل دي.»

د «بشري مرستو ټولنې» استازي نصرالله پريشان وویل چې دغه مرستې د پنځه عشاریه څلور میلیون افغانیو په ارزښت برابرې شوې وې.

هغه زیاتوې، تر ډېره یادې مرستې کونډو مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې د فراه ولایت په پشترود، شيبکوه او پشتکوه ولسواليو کې له ۹۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړۍوالې ادارې (WFP) په مالي ملاتړ د فراداتا مؤسسې په تخنیکي مرسته له ۹۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستو وشوه.

خبرپاڼه زیاتوي، هرې اړمنې کورنۍ ته د ماشومانو لپاره ۳۰  خوراکي کڅوړې، ۵۰ کيلوګرامه اوړه، ۵ کیلو  غوړي او شپږ کيلوګرامه دال‌نخود ووېشل شول.

[/restrict]

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.