کاابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي، سبا (یکشنبه د کب ۲۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک دغه څرګندونې نن پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
یاد بانک د روانې کب میاشتې په ۱۵مه هم ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
د یادونې ده، د افغانستان بانک ټاکلي اندازه امریکایي ډالر په بازار کې په دې موخه لیلاموي څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.
Views: 18