Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د نشه‌يي توکو قاچاق په تور څلور کسان نيول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د نشه‌يي توکو قاچاق په تور یې څلور کسان نیولي دي.

مسوولين وايي، له نیول شوو کسانو څخه یې یوه اندازه شیشه، ټابلېټ کا او هیرویین هم ترلاسه کړي ‎دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په تورخم ښارګوټي کې له يو کس سره دوولس‌نيم کیلو هیرویین او درې‌نيم کيلو شيشه نيولي دي.

هغه زیاتوي، د نهمې حوزې اړوند د ثمرخېلو تلاشۍ امنيتي مسوولینو هم له یو کس سره ۲۲۸۶ ټابلېټ کا ګولۍ نيولي دي.

نوموړي وویل، د اچين او بهسودو ولسوالیو امنيه قوماندانیو هم په خپلو سیمو کې دوه کسان د ټابلېټ کا، چرسو او هیرویینو قاچاق او خرڅلاو په تور نيولي دي.

د قوماندانۍ ویاند وايي، نيول شوي کسان د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې مدیریت کې تر پوښتنو لاندې دي چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې له نيول شوو کسانو سره دې قانوني چلند وشي.

د جلال‌اباد ښار یو اوسېدونکی سهیل خان وايي، د نشه‌يي توکو د کاروباریانو له امله ډېر شمېر ځوانان پر روږدي شوي، خو مسوولین بیا وايي، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې جدي دي او د کاروبار سربېره یې د نشه‌یي توکو د کښت مخنیوی هم کړی دی.

Views: 21

Exit mobile version