Pajhwok Afghan News

بلخ کې د پاکستاني لوبغاړو په ګډون د «کې ون کېک بوکسېنګ» سیالۍ ترسره شوې

مزارشریف (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): بلخ کې ورزشي مسوولين وايي چې د افغان او پاکستاني ورزشکارانو په ګډون د«کې ون کېک بوکسېنګ» دويم پړاو سيالۍ د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ترسره شوې.

د بلخ د کېک ​​بوکسېنګ فدراسيون مشر سخي فېروز وايي، دغه سيالۍ د جمعې په شپه د زمري په اتلسمه د درېيو پاکستاني لوبغاړو او د هېواد بېلابېلو ولايتونو د ۲۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

فېروز وايي، د ورزش وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د هغوی د مهارتونو لوړول د دغو سیالیو د ترسره کولو له موخو څخه دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغو سیالیو په دویم پړاو کې ۲۸ ورزشکارانو برخه اخیستې چې درې یې له پاکستانه دي او زموږ موخه د دې ورزش ملاتړ، هڅونه او پراختیا ده.»

ورته وخت کې پاکستاني ورزشکارانو چې له افغان ورزشکارانو سره د سیالۍ لپاره بلخ ته راغلي، د دغه ډول سیالیو په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه او د افغان لوبغاړو وړتیاوې یې وستایلې.

حيات‌الله يو له پاکستاني لوبغاړو څخه وايي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې په دغو سياليو کې مو ګډون وکړ، افغان لوبغاړي هم ډېر پياوړي دي، موږ د ورزشکارانو ترمنځ لا زياته راشه درشه غواړو.»

په همدې حال کې یو شمېر افغان ورزشکاران وايي چې مهارتونه او وړتیاوې لري او که په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شي، کولای شي د افغانستان په نوم ډېر ویاړونه وګټي.

د کېک ​​بوکسېنګ فدراسيون د مسوولينو په وينا، د دغه ټورنمنټ راتلونکي پړاو ته به د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران رابلل کېږي.

Views: 10

Exit mobile version